د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي؛ د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د يوه استازي په ټاکلو سره د هغو تفريحي سيمو کروکي او سکيج ترسره کېږي، چې د سيلانيانو پام ځانته راګرځوي او د سیل او سياحت لپاره مناسبې سيمې دي.
یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوی امر او د ټاکل شوي استازي مشر محمد شعیب رحيمي ویلي؛ دا چې په هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره ډاډمن امنیت ټینګ شوی، د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي چې د دغه لوی نعمت څخه په ګټې اخيستنې سیلانیانو ته هم د پام وړ خدمت ترسره کړي، ترڅو کورني او بهرني سیلانیان وکولی شي چې په کندوز کې له بېلابېلو تفریحي سيمو څخه په اسانۍ لیدنه وکړي.
رحيمي زیاته کړې؛ تر دې مهاله د کندوز په مرکز کې د بالاحصار تاريخي تپه، د حاجي شهید، تخارستان او ساقي بايي تاريخي جوماتونو سربېره په خانآباد، امامصاحب ولسوالۍ او همدا راز شېرخان بندر هغه تفریحي سیمې سکېج شوي، چې له امله یې سیلانیان ترې په آسانۍ لیدنه وکړي.
نوموړي ویلي؛ په روان کال کې تراوسه پورې له بېلابېلو اروپايي، امریکايي او اسیايي هېوادونو څخه شاوخوا ۳۳۰ تنه بهرني سیلانیان د سیاحت په موخه راغلي او د کندوز له تفریحي سیمو څخه د لیدلو ترڅنګ د هېواد مختلفو ولایتونو ته ور پېژندل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په کندوز ولايت کې د پاتې تفريحي او سیاحتي سیمو د سکېج او کروکي ترسره کولو لړۍ دوام لري.