د عامې روغتیا وزارت وایي، د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې د پینځه میلیونه ډالرو په ارزښت د ۱۵۰ بستریز روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیا والي ملا مهرالله حماد، د کورنیو چارو وزارت استازو، دیني عالمانو، ځایي مسولینو، قومي مشرانو او د موسسو استازو ګډون کړی و.
د پکتیا عامې روغتیا رییس ډاکټر معراج ګل عادل ویلي؛ د دغه روغتون ودانۍ په معیاري توګه د متحده عربي اماراتو په مالي همکارۍ په څلور پوړیز ډول جوړېږي، چې عصري تشخیصیه اسانتیاوې به هم ولري.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، د یاد روغتون په جوړېدو سره به د دغه ولایت اوسېدونکي اړ نه وي چې د خپلې درملنې په موخه مرکز او نورو ځایونو ته لاړ شي.