ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نغلو برېښنا تولید کارخونې لومړی توربین بیاځلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د برېښنا تولید حوزې ریاست هڅانده تخنیکي کارکوونکو د نغلو برېښنا تولید کارخونې لومړي توربین اساسي رغونې چارې بشپړې او د یادې حوزې رهبرۍ پلاوي له لورې فعال او پرانېستل شو.

یاد شرکت زیاته کړې؛ د ژمي موسم کې د پېرودونکو اړتیا وړ برېښنا چمتو کولو لپاره د یاد توربین اساسي رغونې چارې چټکې شوې وې، چې بیا فعالیدو سره یې د کورنۍ برېښنا تولید کچې کې د پام وړ بدلون راوستو.

د دې شرکت په وینا، دا د ژمي موسم لپاره د اړتیا بشپړونې یو غوره ګام دی.

د یادونې وړه ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت هېواد کې د کورنۍ تولیدي برېښنا پراختیا لپاره دوامدارې هڅې کوي او دا هڅې یوازې د شته تولیدي سرچېنو پورې نه دي محدودې، بلکې د سرچېنو په پراختیا هم متمرکزې دي.