د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري نن (سهشنبه، د مرغومې ۱۱مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کابل شکردرې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغې پروژې ګټې اخیستنې ته د سپارلو په مراسمو کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده، د انرژي مرستیال مولوي عبدالهادي یعقوب، د کابل والي امین الله عبید، د ایران سفارت مسولینو، د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسولینو او د کابل ولایت د شکر درې ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون درلود.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د شاه او عروس بند د پرانیستې په مراسمو کې د دغه بند بشپړیدل د هېواد د ابادۍ او پراختیا په برخه کې د اسلامي امارت له ژمنو څخه یوه ژوندۍ بیلګه وګڼله.
همدارنګه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په اوسنیو شرایطو کې د اوبو د مدیریت ارزښت ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې د اوبو مدیریت او د انرژي پراختیا د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.
په ورته مهال د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د دغه بند بشپړېدل د اوبو د مدیریت په برخه کې یو مثبت ګام وباله.
دغه راز، د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور په دغه غونډه کې په هېواد کې د اوبو او انرژي سکټوورونو پرمختګ د ستاینې وړ وباله او یادونه یې وکړه، چې د للندر شاتوت بند په ګډون د څلورو سترو بندونو د پروژو وړاندیز د اسلامي امارت د رهبري له لوري منظور شوی دی، چې چارې به یې په راتلونکي کال کې پیل شي.
په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده اقلیمي بدلونونو ته اشاره وکړه او ټينګار یې وکړ، چې په اوسنیو شرایطو کې د دغه اقلیمي بدلونونو اغېزې ایجابوي، چې د اوبو د مدیریت لپاره لا زیاتې هڅې ترسره شي.
همدارنګه، په دغه مراسمو کې د کابل والي امین الله عبید وویل، چې اسلامي امارت د هېواد پراختیا ته ژمن دی او په دې برخه کې په هره څانګه کې ښې لاسته راوړنې هم درلودلې دي.
د یادونې وړ ده، چې د شاه او عروس بند د اوبو او انرژي وزارت له لوري د ۵۳ میلیونه ډالرو په ټولیز لګښت د اوبود مدیریت او د کابل د اوسېدونکو لپاره د څښاک اوبو د برابرولو په موخه پلي شوی دی.
دغه بند د ۷۷ متره په لوړوالي سره په یوه کال کې د ۳۰ میلیون متره مکعب اوبو د تنظیم وړتیا لري، چې د دوه زره او ۷۰۰ څخه تر درې زره او ۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او پینځه میلیون متره مکعب څښاک اوبه برابروي.
همدارنګه دغه بند د ۱.۲ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا هم لري.