د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د شاه او عروس بند پروژې د ګټې اخیستنې د پیل په مراسمو کې ګډون او وینا کړې.
په دغو مراسمو کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د چارو ادارې رییس شیخ نورالحق انور او د بېلابېلو ادارو مسولینو برخه اخیستې وه.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د یاد بند پر جوړېدو خوښي ښودلې او ویلي يي دي، دا پروژه د افغانانو لپاره یوه ستره هیله وه چې اوس په حقیقت بدله شوې ده.
مولوي عبدالکبیر د اوبو مدیریت او کرنیزو محصولاتو زیاتوالي ته په اشارې زیاته کړې؛ د شاه او عروس بند جوړول به د کابل ښار او شکر درې ولسوالۍ د اوبو ستونزې حل او ترڅنګ به یې اقتصادي پرمختګ، د صنعت زیاتوالی او کرنیز سکتور وده وکړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دې ته په اشارې چې اسلامي امارت د افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ لپاره له کورنیو سرچینو کار اخلي او د صنعتي سکتور احیا ته ژمن دی ویلي، دغه اقدامات به د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او رغونې ته لاره هواره او هېواد به په وارداتي برېښنا اتکا کمه کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د نړیوالو او سیمه ییزو همکاريو پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي يي دي، اسلامي امارت د افغانستان ثبات او پرمختګ ته ژمن دی.
د شاه او عروس بند جوړول یوازې د یوې سترې پروژې پیل دی چې په راتلونکي کې به د نورو مهمو بنسټونو او پرمختیایي پروژو لپاره لاره پرانیزي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ په تېرو ۲۰ کلونو کې د هېواد صنعتي پارکونه او کارخونې د برېښنا د نشتون له امله سقوط سره مخ وو، د برېښنا د تولید په برخه کې اساسي کار نه دی شوی، بلکې له ګاونډیو یې را وارد کړې وه، خو اسلامي امارت هوډ کړی چې د افغانستان ملي اقتصاد تقویت کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال څرګنده کړې، اسلامي امارت دا مهال د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره ښه تعامل لري، دا تعامل نور هم پراخېږي او د هېوادونو او سازمانونو استازي کابل ته تګ راتګ کوي.
همدا راز اسلامي امارت په سیاسي او پوځي ډګر کې مخ په وړاندې روان دی، له هیچا سره جګړه او دښمني نه غواړي، خو د خپلې خاورې او خلکو د ساتلو او ترې د دفاع کولو مسؤلیت لري.
مولوي عبدالکبیر ویلي؛ زمور پیغام د امن او همكاريو دى، موږ د ځان او حتی د ټولې سیمې لپاره امن غواړو، په اقتصادي همکاریو او راکړو ورکړو باور لرو او غواړو د سترو سیمه ییزو پروژو په عملي کېدو سره سیمه ییز ثبات رامنځته شي.
ځینې هېوادونه نباید په خپل کورني سیاست کې د ناکامۍ له امله پړه پر اسلامي امارت واچوي او سیمه ییز نظم او ثبات له منځه یوسي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دې ته په اشارې چې د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی او په افغانستان کې امنیت او ثبات یوازې اسلامي امارت راوستلی دی ویلي؛ په تېرو پینځو لسېزو کې یوازې اسلامي امارت توانېدلی په ټول هېواد حاکمیت ولري، سرتاسري امنیت یې ټینګ کړی او په خپل کورني او بهرني سیاست کې روښانه دریځ لري.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، هغوی ته چې د افغانستان لپاره ښه نیت نه لري او پر افغانستان د فشار په راوړلو سره غواړي خپلې موخې ترلاسه کړي، بلنه ورکوو چې د افغانستان تاریخ له سره ولولي او فکر پرې وکړي.