د ایران قضایه قوې اعلان کړی؛ څلور هغه وګړي یې اعدام کړي، چې د روان میلادي کال په جون میاشت کې له اسراییلو سره د همکاري په تور نیول شوي وو.
د ایران د قضایه قوې د خبر په اساس “یاده ډله د اسراییلي استخباراتو په لارښوونه د عامه شتمنیو په غلا او ویجاړولو، د دروغو اعترافونو ترلاسه کولو او انسان تښتونه کې ښکېل وه، چې د استخباراتو له لوري ونیول شول.”
د ایران حکومت د تورنو کسانو اعترافونه له اعدام وړاندې په تلویزیون خپاره کړي وو.
د یاد خبر له مخې درې نور تورن کسان هم د بېلا بېلو جرمونو له امله له پینځو تر لسو کلونو په بند محکوم شوي دي.
له دې سره هممهاله د بشري حقونو سازمانونو ایران کې د اعدامونو د شمېر زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.