د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د شاه او عروس بند د چارو د بشپړېدو او ګټه اخيستنې په مراسمو کې ګډون او وینا کړې.
په دغو مراسمو کې چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د افغانستان اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو هم حضور درلود، د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، د خوښۍ ځای دې چې د دغې سترې پروژې په پرانیستلو سره د ګران هېواد د ابادۍ لپاره بل ګام اخلو.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ سره له دې چې د ګلخانه یي ګازونو د تولید په برخه کې د افغانستان ونډه کمه ده، خو بیا هم د اقلیمي تغییراتو له امله یې زیات زیانونه ګاللي دي.
بل پلو هغه هېوادونه چې په صنعت او تولید کې مخکښ او د ګلخانه یي ګازونو د تولید کچه یې هم زیاته ده، په اقلیمي تغییراتو کې زیاته ونډه لري.
نوموړي څرګنده کړې، نن موږ په ګران هېواد کې د بې موسمه بارانونو او وچکالۍ شاهدان یوو، د سېلابونو د مخنیوي لپاره د اوبو د کنترول او مدیریت بندونو ایجادول حیاتي او ضروري دي چې خوشبختانه نن موږ او تاسې د شاه او عروس بند د ګټه اخیستنې شاهدان یوو، دا بند به زموږ د هېوادوالو زیاتې ستونزې په ځانګړي ډول د اوبو د کمبود به برخه کې د کابل ښاریانو ستونزه حل کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، د اسلامي امارت تر فتحې راوروسته په تېرو درې نیمو کلونو کې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره اساسي ګامونه اخیستل شوي او د اوبو د کنترول او مدیریت په برخه کې هم لازم اقدمات شوي دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په وینا؛ د انرژۍ اوبو لګولو، کلیو پراختیا او بیارغاونې او د کرنې اوبو لګونو او مالدارۍ وزارتونو په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت د رهبري د لارښوونو په پام کې نیولو سره د اوبو د مدیریت او سېلابونو د مخنیوي په موخه په هره ولسوالۍ کې په مساوي توګه د اوبو یو کوچنی بند (چک ډیم) جوړ کړی چې ګټه ترې اخیستل کېږي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د قوشتیپې کانال پروژه یوه ستره او ملي پروژه ده، له ځنډ پرته یې کارونه دوام لري چې په بشپړېدو سره به یې افغانان د اوبو، خوراکي توکو، سبزیجاتو او نورو کرنیزو محصولاتو د کمبود له پلوه، پر ځان بسیا شي.
همداراز دا مهال د هېواد په زیاتو برخو کې د ډېرو ودانیزو او تعمیراتي پروژو چارې روانې دي چې ټولې یې د افغانستان په تعمیر او پرمختګ کې اغېزناکه ونډه لري.
مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې ویلي، د کابل – کندهار او سالنګ لویو لارو چارې تقریبا بشپړې شوي او د ژمي له تېرېدو وروسته به یې پاتې کارونه پیل شي.
د نوموړي په وینا، له هرات څخه تر فاریاب پورې حلقوي سړک د اسلامي امارت د رهبري له لورې منظور شوی چې په اساسي او پاخه ډول ترمیمېږي، همداراز د کابل ښار د اوبو کمبود ته د رسېدنې په موخه پلانونه جوړ شوي او کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د لېږد کار هم جریان لري.