ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر ملا عبدالواسع: د هېواد ابادي او ښاري نظم د اسلامي امارت لومړیتوبونه دي

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د کابل ښار میوند واټ د لوړ پوړیزو ودانیو اتحادیې له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې یادو مسولینو په هېواد کې د اسلامي نظام پر ټینګښت خوښي څرګنده کړې او ویلي يې دي، د اسلامي نظام په راتګ سره د افغانانو هیلې ترلاسه شوي او تل ورسره همکاري کوو.

نوموړو د کابل ښار د میوند واټ د لوړپوړیزو ودانیو د وسایطو لپاره د تمځایونو جوړولو په تړاو د متشبثینو نظریات او وړاندیزونه شریک کړي.

 دوي ویلي؛ یاده اتحادیه حاضره ده په هغه ځای کې چې میوند واټ ته نږدې د اسلامي امارت له لوري تثبیتېږي، معیاري تمځای جوړ کړي.

دغه‌راز یې غوښتنه کړې، چې د اړوندو ادارو له لوري دې یو پلاوی وټاکل شي ترڅو په میوند واټ کې د نویو تمځایونو سروې او ارزونه وکړي.

وروسته د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د یادې شوې اتحادیې غړو ته د ښه راغلاست پر مهال د سوداګرو همکاري ستایلي او ویلي یې دي؛ په ټول هېواد کې عمراني طرحې د ولسونو د هوساینې، ارامۍ او خیر په موخه پلي کیږي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې امکان شته چې د دغو طرحو پر پلي کېدو ځیني کسان ناخوښه وي، اما په ټوله کې د عمراني پروګرامونو پلي کېدو د خلکو د هوساینې، د هېواد د ابادۍ او ښاري نظم د رامنځته کولو لپاره اړین دی، چې د اسلامي امارت په کاري لومړیتوبونو کې راځي.

دغه‌راز د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس د خپلو خبرو په پای کې دوی ته ډاډ ورکړی، چې غوښتنې او وړاندیزونه به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریک کړي.