د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د تخار ولایت له یو شمېر علماوو، مجاهدینو او مخورو سره لیدنه کړې.
د دې لیدنې په پیل کې علماوو، مجاهدینو او مخورو ویلي، د تخار خلکو د اشغالګرو پر ضد د جهاد پر مهال له هیڅ راز سرښندنو درېغ ندی کړی او په راتلونکي کې هم د اسلامي نظام د حفاظت، ازادي او هېواد د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنې ته چمتو دي.
دوی زیاته کړې؛ په تخار ولایت کې د کانونو د اېستلو او د کرنې او بڼوالۍ د ملاتړ په صورت کې به زیات شمېر خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
دغه راز یادو علماوو او مخورو په دې ولایت کې ښوونې او روزنې، روغتیا، مواصلاتي لارو او پراختیایي چارو ته د اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي علماوو، مجاهدینو او مخورو ته د ښه راغلاست پر مهال د اشغالګرو پر ضد د تخار د ولسونو سرښندنې او مېړانه ستایلي او ویلي یې دي، په بېلا بېلو برخو کې ولسونو ته خدمت او دوی ته د هوسا او ارام ژوند برابرول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.
مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړې، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام ستاسې د ستونزو د حل او غوښتنو ته د رسیدنې لپاره اړین اقدامات وکړي.