ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خبریالانو لپاره مرګونی کال؛ په ۲۰۲۴ کال کې ۱۲۲ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي

د خبریالانو نړیوال فدراسیون (IFJ) په تازه راپور کې ویل شوي چې ۲۰۲۴ کال د ۱۲۲ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو په وژل کېدو سره د خبریالانو لپاره یو له مرګونو کلونو څخه ګڼل کېږي.

دې فدراسیون ۲۰۲۴ کال د خبریالانو لپاره یو له خونړیو کلونو څخه ګڼلی او د ملګرو ملتونو لخوا د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د یوه نړیوال تړون د تصویب پر اړتیا یې ټینګار کړی.

د یاد فدراسیون د وروستیو شمېرو له مخې، چې د ډسمبر په ۳۱مه نېټه خپرې شوې، په ۲۰۲۴ کال کې د ټولو وژل شویو خبریالانو ۵۸ سلنه په منځني ختیځ او عربي نړۍ پورې اړه لري.

د دې فدراسیون په وینا؛ منځني ختیځ او عربي نړۍ کې ۷۷ خبریالان وژل شوي، چې له ډلې یې ۶۴ فلسطینیان، شپږ لبنانیان او یو سوری خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دې فدراسیون د معلوماتو له مخې؛ عراق کې درې خبریالان، چې دوه ښځې هم په کې شاملې دي، د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۳مه وژل شوي دي. سوریه کې یو عکاس د دسمبر په ۴مه او دوه کُرد خبریالان د دسمبر په ۱۹مه په شمالي سوریه کې وژل شوي دي.

په آسیا-اقیانوسیه کې ۲۲ خبریالان، په افریقا کې ۱۰، په امریکا کې لس، او په اروپا کې څلور خبریالان وژل شوي دي.

راپور زیاتوي، چې په ۲۰۲۴ کال کې ۵۱۶ خبریالان بندیان شوي دي، چې د ۲۰۲۳ کال له ۴۲۷ او ۲۰۲۲ کال له ۳۷۵ په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

چین د ۱۳۵ خبریالانو په بند کې ساتلو سره د خبریالانو لپاره تر ټولو لوی زندان پاتې دی، چې ورپسې اسرائیلو ۵۹ فلسطیني خبریالان او میانمار ۴۴ خبریالان زنداني کړي دي.