ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

زابل کې د شاوخوا یوې لسیزې شخړه په دوستۍ بدله شوه

د زابل ولایت د میزانې ولسوالۍ د مریاڼو په سیمه کې د دوو قومونو ترمنځ د قتل پر سر د شاوخوا یوې لسیزې پېښه شوې شخړه د یاد ولایت د والي مولوي حزب الله افغان، د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي محمد کریم سحر اخوندزاده، مرستیال والي مولوي محب الله حماس، ځایي مسولینو، قومي مشرانو او مصلحینو په ګډه هڅو او منځګړیتوب حل او په دوستۍ بدله شوه.

په لومړي سر کې یادو مسولینو او قومي مشرانو له ښکېلو لورو اختیار لیکونه واخیستل او د پېښې د اصلي لامل په اړه یې څېړنې وکړې.

د دې څېړنو په پایله کې د قضیې د حل لپاره فیصله ابلاغ کړه او دواړه لوري یې د یووالي پر لور را وبلل او پېښه شوې شخړه یې په دوستۍ بدله کړه.

په پای کې ښکېلو غاړو ابلاغ شوې فیصله ومنله او یو بل ته يې غاړه ورکړه او د ټولو منځګړو په شتون کې یې ډاډ څرګند کړ، چې په راتلونکي کې به په خپلو منځونو کې یو بل ته ستونزې او خنډونه نه جوړوي.