افغانستان کرېکټ بورډ کې د دغې ادارې د بورډ غړو ترمنځ کلنۍ ناسته ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
یاده غونډه کې د عمومي رییس میرویس اشرف ترڅنګ، د کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان، د بورډ نورو غړو هر یوه ډاکټر احمد خالد حاتم، رییس احمدزي، الله داد نوري، عبیدالله صدرخیل، خان جان الکوزي او دغه راز د کرېکټ بورډ د یو شمېر څانګو کارکوونکو شتون درلود.
د غونډې په پیل کې عمومي رییس میرویس اشرف ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، نوموړي د غونډې لنډه پرانېستې وینا وکړه او ويي ویل؛ تېر کال د افغانستان کرېکټ لپاره د ویاړونو او لاسته راوړنو ډک کال و، الحمدلله موږ د لوبیزې برخې سربېره په اداري او مالي برخو کې هم ښې لاسته راوړنې درلودې.
په نننۍ غونډه کې به موږ د تېر کال پر لاسته راوړنو، د نوي کال پر پلانونو او یو شمېر پالیسیو کې د تعدیلاتو په اړه بحثونه ولرو او هیله لرو چې نوی کال به مو هم د لاسته راوړنو ډک وي.
د ښه راغلاست او پرانېستې وینا وروسته د اجراییوي رییس د دفتر له لوري د غونډې ګډونوالو ته د تېر کال نړیوالو او کورنیو سیالیو د لاسته راوړنو، پرمختیایي چارو، اداري او مالي لاسته راوړنو، لګول شوې بودیجې او همدارنګه د راتلونکي کال بودیجې او پلانونو په اړه معلومات ورکړل شول.
د بورډ غړو په یادو موضوعاتو کې پر بېلابېلو برخو هر اړخیز بحثونه وکړل او په یو شمېر برخو کې یې پوښتنې مطرح کړې چې د اړوند څانګو مسوولینو له لوري ورته ځوابونه ورکړل شول.
د کرېکټ بورډ غړو هر یو الله داد نوري، عبید الله صدرخېل، ډاکټر احمد خالد حاتم، رییس احمدزي او خان جان الکوزي د کرېکټ بورډ لاسته راوړنې وستایلې او هیله یې وښوده چې په نوي کال کې به هم په ټولو برخو کې لا ډېرې هلې ځلې کیږي، ترڅو د لاسته راوړنو سلنه او کچه لاپسې زیاته شي.
د بورډ د غړو له ډلې ډاکټر احمد خالد حاتم وویل؛ که څه هم موږ بریالی کال درلود، خو باید لا ډېر کار وکړو؛ ترڅو نوي کال کې له دې هم ډېرې لاسته راوړنې ولرو.
دغه راز نوموړي د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې د لاښه روزلو او همدارنګه یې د افغانستان غوره لیګ (APL) د چارو په ګړندي کولو هم ټینګار وکړ.
سربېره پر دې د بورډ بل غړي رییس احمدزي او الله داد نوري بیا د کرېکټ په تخنیکي برخو کې خپلې ګټورې مشورې شریکې کړې چې د اړوند مسولینو او د نننۍ غونډې د ګډونوالو له لوري د تایید وړ وګرځېدې.
د یادو موضوعاتو له ډلې یو هم د کورني کرېکټ د ټولو مهمو او کورنیو ټورنمنټونو د لوبو د فیسونو لوړېدل و چې ترڅنګ یې پکې د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ او د لومړی درجه ولایتي سیالیو (Grade I) میچ فیسونه هم شامل کړل شوي دي.
دغه راز باید وویل شي د غونډې وروستۍ برخه کې د بورډ غړو د رایو په اکثریت سره د نړیوال کرېکټ، مالي او بشري سرچینو څانګو پالیسیو کې تعدیلات هم تایید کړل.