ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د اسلامي امارت هڅې

اسلامي امارت د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکټور په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی او د دغه سکټور د پیاوړتیا په موخه یې اساسي هڅې پیل کړي دي.

د دې هڅو یوه هم د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې کړنلارې مسوده ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري جوړه شوې ده.

د دغې کړنلارې اصلي موخه د هېواد بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي ودې د پیاوړتیا په موخه له کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه ملاتړ دی، څو په کور دننه او بهر ورته بازارموندنه وشي او همداراز هېوادوال د بهرنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پر ځای له کورنیو هغو استفاده وکړي.

د دې کړنلارې له مخې به ټول بزګران او مالداران د لوړ کیفیت لرونکو کورنيو محصولاتو کچې لوړولو ته و هڅول شي.

د موسمي ګمرګي تعرفو د وسعا کولو له لارې به د اړونده ادارو په ګډه همغږۍ کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو بیې راټیټې، کیفیت به یې لوړ او احتکار مخنیوی به یې وشي.

له کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ملاتړ یاده کړنلاره د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه، تایید او د نهايي تصمیم نیونې په موخه د ریاست الوزرا عالي مقام ته واستول شوه.

د دغه کړنلارې د تطبیق سره سم به په لومړي سر کې د ملي دفاع او کورینو چارو وزارتونه، د استخباراتو لوی ریاست او ورپسې ټولې امارتي ادارې او هېوادوال د خپلو اړتیاوو د پوره کولو پر مهال یادو محصولاتو ته لومړیتوب ورکوي.

په دې سره به په هېواد کې له کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې کلتور پلی او پر مټ به یې د اقتصادي ودې ترڅنګ اقتصادي او سیاسي خپلواکي رامنځته، خلکو ته به د کار زمینه برابره، د تولیدونکو له لوري به نوښتونه رامنځته او ملي شتمني به ورسره زیاته شي.