ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شاه او عروس بند؛ د کرنې په پراختیا کې یو مهم ګام

سریزه

بندونه اوبه زېرمه کوي او د کرنیزې پراختیا او تمدن لامل ګرځي.

اوسمهال ډېری هغه خلک چې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، له دې امله له کلیو او بانډو ښارونو ته مخه کوي چې په کلیوالي سیمو کې د کرکیلې له پاره په کافي اندازه اوبه او نورې اسانتیاوې نشته.

که چېرې بندونه جوړ او اوبه زیرمه شي، نو له شک پرته چې د خلکو له پاره به د کرنې په برخه کې اسانتیا رامنځته شي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ډېری وګړي یې په کرکیله بوخت دي او خپل عواید له همدې لارې ترلاسه او د ژوند چارې پرې پرمخ بیايي. 

په افغانستان کې د بندونو جوړولو اړتیا د لاندې څو عواملو له کبله ډېره زیاته ده.

لومړی زموږ هېواد د کرنې له پاره پراخې ځمکې لري، خو له نیمايي زیاته د کرنې ‌وړ ځمکه سپینه پرته ده.

بله دا چې دا مهال په افغانستان کې سره له دومره پرېمانه اوبو یوازې د مصرف کېدونکې برېښنا شاوخوا ۲۰ سلنه برېښنا تولیدېږي او په همدې سلنه له ګاونډیو هېوادونو څخه واردېږي.

درېیم لامل چې موږ د بندونو جوړولو ته اړتیا لرو هغه دا ده، چې د بندونو په جوړولو او د اوبو په مهارولو سره به موږ تر یوه برېده پر دې وتوانېږو چې د طبیعي پېښو مخه ونیسو. 

هر کال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راځي چې له امله یې نه یوازې هېوادوالو ته مالي او ځاني زیان اوړي، بلکې له ځان سره ډېری کروندې هم ویجاړوي، د بندونو په جوړولو سره به د طبیعي افتونو مخه هم نیول شوې وي.

اسلامي امارت همدې ټکو ته په کتو وپتېیله چې په هېواد کې د اوبو د مدیریت په برخه کې کوټلي ګامونه پورته او بندونه جوړ کړي.

د دې بندونو له جملې څخه یو هم د شاه او عروس بند دی چې د روان لمریز کال جدې میاشتې په ۱۱مه نېټه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د شاه او عروس بند ګټې اخیستنې ته سپارل

هر هېواد هڅه کوي چې خپلې اوبه داسې مدیریت کړي چې له مخې وکولی شي، د برېښنا، کرنې او د څښاک په برخه کې ګټه ترې پورته کړي.

افغانستان هم زیاتې خوږې اوبه لري، خو تېرو حکومتونو یې مدیریت ته چندان پاملرنه نه ده کړې.

اسلامي امارت د اوبو د مدیریت په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړې او د هېواد په زیاترو سیمو کې یې د اوبو د زېرمه کولو له پاره یې د بندونو جوړولو او رغولو ته مخه کړې ده.

په دې بندونو کې یو هم د شاه او عروس بند دی.

شاه او عروس بند د کابل ولایت په شکر دره ولسوالۍ کې موقعیت لري.

قرارداد یې له یوه خارجې شرکت سره شوی و.

په افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو او تر هغه مخکې د کرونا وبا د خپرېدو پر مهال د دغه بند کارونه په ټپه ودرېدل.

د اسلامي امارت په راتګ سره د اوبو او انرژۍ وزارت مسولینو د دغه بند د وضعیت ارزونې په موخه شکر درې ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دغه بند ارزښت او د کاري پرمختګ کچې ته په کتو یې د پاتې کارونو بشپړېدو لپاره تصمیم ونیو.

په همدې موخه د شاه او عروس بند د پاتې کارونو د بشپړولو په موخه په اقتصادي کمېسیون کې پرېکړه وشوه، چې د افغانستان بانک مکلف دی څو د بند د چارو د تداوم په موخه قراردادي شرکت ته د پروژې د انوایس پاتې شوې برخه اجراء کړي.

قراردادي شرکت او د اوبو او انرژۍ وزارت مکلف وبلل شول چې له ژمنې سره سم د دغو پيسو له ترلاسه کولو وروسته له ځنډ پرته اوبه مهار او د بند په کاسه کې یې زېرمه کړي.

د اقتصادي کمېسیون له پرېکړې سره سم د شاه او عروس بند پاتې چارې پیل شوې، اوس یې چارې بشپړې شوې دي.

دغه بند د ۱۴۰۳ لمریز کال د جدې په ۱۱مه نېټه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په هغو مراسمو کې چې له همدې امله جوړ شوي و، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په خپله وینا کې وویل چې د کابل شاه او عروس اوبو بند د هېواد د اوبو د مدیریت په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي، چې پاتې کارونه یې د افغانستان اسلامي امارت په هڅو په مسلکي توګه پای ته رسیدلي دي.

اوس مهال دغه بند د اوبو رسونې، اوبو لګونې او د انرژۍ د تولید په برخه کې عملاً ګټې اخیستنې ته چمتو دی.

ملا عبدالغني برادر اخوند د اوبو اړتیا او مدیریت ته په اشارې سره وویل؛ چې هېواد مو لا هم په دې برخه کې ډېر زیات کار او پانګونې ته اړتیا لري.

د افغانستان اسلامي امارت د خپلو اوبو د مدیریت او مهار لپاره د پایداره پرمختګ اصل په نظر کې نیولو سره د پام وړ دوامدارې هڅې کوي؛ ترڅو د اوبو د اړتیا وړ زېربناوې ورغوي او په دې برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د هېواد په معاصر تاریخ کې د داخلي او تحمیلي جګړو او نورو داخلي او بهرنیو عواملو له امله د اوبو د مدیریت په زېربناوو کې مناسبه او د اړتیا وړ پانګونه نـه ده شوې.

همدا دلیل دی، چې کله د موسمي بارانونو یا د اقلیمي بدلونونو پر مهال زموږ د هېواد اوبه ډېرې شي، نو د ابادولو پر ځای د خوارو افغانانو کورونه ړنګوي، ژوندي انسانان وړي، د غریبو بزګرانو فصلونه، عامه او شخصي تأسیسات له منځه وړي؛ خو د نورو هېوادونو د اوبو وضعیت داسې نه دی، د دوی اوبه په ډېر مهارت ذخیره او مهار کېږي، د خلکو کورونه ابادوي، فصلونه خړوبوي، د خلکو پر دسترخوان ډوډۍ زیاتوي، رڼا تولیدوي او د اقتصادي ودې مهمترین جز تشکیلوي.

له دې څخه معلومه شوه، چې د اسلامي امارت له پاره د اوبو مدیریت او مهارول ځکه د اهمیت وړ دي چې دا برخه پر اقتصاد مثبته اغېزه کوي.

همدا لامل دی چې د نورو بندونو ترڅنګ د شاه او عروس بند چارې پای ته ورسېدې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دا چې د دې بند اقتصادي ارزښت څومره دی، لاندې یې په ګډه لولو.

د شاه او عروس بند اقتصادي ارزښت

اوبه د انساني ژوند د بقاء او اقتصادي ودې له پاره ډېرې مهمې دي، نو اړینه ده چې هغه مهار او ګټه ترې پورته شي.

د اوبو د مهارولو او مدیریت له پاره تر ټولو ښه لار د سیندونو، باران، واورو او سېلابونو د اوبو له پاره د بندونو جوړول دي.

د اوبو بندونه د افغانستان له پاره له څو اړخونو د اهمیت وړ دي.

تر ټولو ښکاره او څرګند اړخ یې اقتصاد دی.

دا چې اقتصاد د یوه هېواد له پاره د انسان د شریان په څېر اهمیت لري، نو له دې امله اقتصاد کولی شي د فرهنګي، امنیتي او سیاسي حالاتو د ښه کېدو ترڅنګ د پرمختګ لامل هم وګرځي.

موږ او تاسو پوهیږو چې د اقتصادي څرخ په حرکت راوستلو له پاره برېښنا اړینه ده او د برېښنا د تولید له پاره د اوبو بندونه جوړول مهم دي.

برېښنا د افغانستان د خلکو یوه له بنسټیزو اړتیاوو څخه ده چې له بده مرغه له کلونو راهیسې یې نشتوالی او کمښت محسوسېږي.

دا مهال افغانستان د برېښنا د تولید له سرچینو څخه یوازې ۲۰ سلنه برېښنا تولیدوي، پاتې مصرف کېدونکې له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي او له دې درکه هر کال په میلیاردونو افغانۍ ګاونډیو هېوادونو ته ورکوي.

دغه راز د اوبو بندونه کولی شي، زموږ کرنیزو ځمکو ته د اړتیا وړ اوبه برابرې کړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې د افغانستان د کښت وړ نیمايي ځمکه د اوبو د کمښت له امله شاړه پرته او ګټه نه ترې اخیستل کيږي.

د بندونو په جوړولو سره د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي ترڅنګ، د کلیو بې کاره خلکو ته د کار زمینه برابرېږي او له دې سره به له کلیوالي سیمو څخه ښارونو ته د کډوالۍ کچه ټیټه او په ښارونو کې به د ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي.

د کرنیزو تولیداتو په زیاتوالي سره به کورنی ناخالص تولید هم زیات شي.

د بندونو جوړول نه یوازې د اوبو او انرژۍ په برخه کې مرسته کوي، بلکې اقتصادي وده او پانګونې ته هم زمینه برابروي.

د بندونو پروژې په زرګونو کاري زمینو رامنځته کوي او له دې سره د هېواد د بې کارۍ کچه را ټیټیږي.

سربېره پر دې، دا پروژې بهرني پانګوال هم هڅوي چې د افغانستان په باثباته اقتصادي او زیربنایي برخو کې پانګونه وکړي. 

په نړۍ کې اقلیمي بدلونونه یو حقیقت دی چې افغانستان یې هم اغېزمن کړی دی.

د اقلیمي بدلونونو له امله وچکالي او سېلابونه زیاتېږي او د اوبو مدیریت له پاره بندونه یوه غوره حللاره ګڼل کېږي.

بندونه کولی شي د سېلابونو مخه ونیسي او د اوبو بې ځایه ضایع کېدل کنټرول کړي.

د اوبو د بندونو په مرسته، افغانستان کولی شي د اقلیمي بدلونونو اغېزې راکمی کړي. 

د بندونو پروژې نه یوازې مرکزي سیمو ته ګټه رسوي، بلکې هغه لرې پرتې سیمې هم په اقتصادي او ټولنیز ډول پرمختګ کوي چې زیات وخت د حکومت له خدماتو بې برخې وي.

اسلامي امارت د بندونو اهمیت ته په کتو د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د سترو بندونو ترڅنګ د متوسطو او کوچنیو بندونو جوړولو ته مخه کړې ده.

د شاه او عروس بند هم یو له دغو بندونو څخه دی چې اقتصادي ارزښت یې زیات دی.

دغه بند د ۱.۲ میګاواټه برېښنا د تولید، د ۳۵۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبولو، په کلني ډول د کابل ښار لپاره د ۵ میلیون مترمکعب د څښاک اوبو برابرولو، د موسمي سېلابونو کنټرولولو، د چینو، کاریزونو او تر ځمکې لاندې اوبو تغذیه کولو، د اکوسیسټم ژوندي کولو، د خلکو له پاره د کاري زمینې برابرولو، د شکر درې ولسوالۍ د اوسېدونکو په ژوند کې اقتصادي او فرهنګي بدلون راوستلو ظرفیت لري.

پایله

د سطحي اوبو، تر ځمکه لاندې اوبو د زېرمو تغذیه او د اوبو د بې ځایه لګښت له پاره اړینه ده چې بندونه جوړ او یا هغه بندونه چې پخوا جوړ شوي، خو چارې یې نه دي بشپړې شوې، د هغو پاتې چارې بشپړې شي.

په دې سره به له یوه لوري په هېواد کې د کرنې ترڅنګ نور سکټورونه وده وکړي او له بل لوري به هېواد تر یوه بریده له بهر څخه د واردېدونکې برېښنا څخه خلاصی ومومي.

د برېښنا په برخه کې د شته ستونزو په له منځه تلو به د افغانستان صنعت پرمختګ وکړي او د صنعت په پرمختګ سره به اقتصادي ټیکاو رامنځته او هېواد به د پرمختګ په لور چټک ګامونه پورته کړي.

اسلامي امارت پورتنیو ټکو ته په پاملرنې سره د اوبو مهارولو او مدیریت په برخه کې رغنده ګامونه پورته کړي دي چې ښه بېلګه یې د شاه او عروس بند د پاتې چارو بشپړول دي.

 د دې بند په جوړېدو او ګټې اخیستنې ته په سپارلو سره به د برېښنا د تولید ترڅنګ، ۳۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه، د خلکو له پاره به د څښاک پاکې اوبه برابرې او تر ځمکه لاندې اوبو سرچینې به تغذیه شي.

دا ټول هغه څه دي چې د هېواد په اقتصادي وده کې مؤثر تمامېدای شي.