د نورستان ولایت سلګونو ديني علماوو، قومي مشرانو او ولسي وګړو د دیني زدهکړو څخه د شهداوو دیتیمانو فراغت په پار جوړه شوې ستره غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت او امر بالمعروف، نهی عن المنكر او شکایتونو اورېدلو وزارت له کړنو خوښي څرګنده کړې او د بشپر ملاتړ اعلان یې کړی دی.
په دې غونډه کې د امر بالمعروف، نهی عن المنكر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د امر بالمعروف وزارت پر کړنلاره رڼا اچولې او ټینګار یې کړی، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنكر او شکایتونو اورېدلو وزارت په ټولنه کې د ناوړه او غيرې شرعي دودونو له منځه وړلو ته ژمن دی. دغهراز د اسلامي ټولنې او چاپیریال را منځته کولو کې به له هېڅ راز هڅې ډډه ونه کړي.
ښاغلي الحنفي د ولسونو او حکومت ترمنځ پر ښو اړیکو ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی، چې دامر بالمعروف، نهی عن المنكر او شكايتونو اورېدلو وزارت غېږ دولس پر مخ خلاصه، د هغوی ستونزې او شكايتونه اوري او حلولو ته یې ځان ژمن بولي.
نوموړي له ګډونوالو غوښتي، ترڅو د ټولنې اصلاح، مثبت فکري بدلون او د اسلامي شریعت بشپر پلي کېدو کې د امر بالمعروف، نهی عن المنكر او شکايتونو اورېدلو وزارت سره همکار واوسي.
یادې غونډې ته راغلو قومي مشرانو او ديني علماوو ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د خلکو نظام دی، ملاتړ او ترڅنګ درېدل یې زموږ اسلامي مسولیت دی.
هغوی زیاته کړې، چې د اسلامي نظام حاکمیت او د شرعي اصولو پلي کېدل د ولس غوښتنه ده او ډاډ يې ورکړی، چې د اسلامي امارت او د امر بالمعروف، نهی عن المنكر او شکايتونو اورېدلو وزارت له کړنو او لاسته راوړنو خوښ دي او په پوره معنی سره به د نظام تینګښت او پایښت لپاره همغږي او همکاري کوي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او د امر بالمعروف، نهی عن المنكر او شكايتونو اورېدلو وزارت له جوړېدو راهیسې په ټولنه کې د ګڼو ناخوالو او ناوړه دودونو مخنیوی شوی او د ولسونو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.