ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېواد کې د مخابراتي خدمتونو بیو راټیټېدو پرېکړه عملي شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، د هېوادوالو د غوښتنې او د مخابراتي مارکېټ له ارزونې وروسته د انټرنېټ، غږیزواړیکو او لیکلي پیغامونو د بیو راټیټېدو پرېکړه تېره ورځ ( چهارشنبه، د جنوري لومړۍ) نېټه عملي شوه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت میاشت مخکې افغانستان کې د هېوادوالو د غوښتنې او د مخابراتي مارکېټ له ارزونې وروسته د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې نوې بیې اعلان کړې او مخابراتي شبکو ته یې یوه میاشت مهلت ورکړ، څو نوې ټاکل شؤې بیې په خپل سیسټم کې ځای پر ځای او د ۲۰۲۵م کال د جنوري میاشتې په لومړۍ نېټه یې پلي کړي.

یاد وزارت زیاتوي؛  د اعلان سره سم تېره ورځ ( چهارشنبه، د جنوري لومړۍ) نېټه ټول هېواد کې نوې ټاکل شوې بیې پلي شوې او هېوادوال کولی شي مخابراتي شبکو ته د نویو ټاکل شویو بیو څخه ګټه پورته کړي.

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېواد کې د هېوادوالو د غوښتنې او مخابراتي مارکېټ کې د سالم رقابت په موخه د مخابراتي شبکو له ارزونې وروسته دوه ځلې بیې راټیټې او پلي کړې.

همدا راز د هېواد لرو پرتو سیمو لپاره یې ګڼ شمېر مخابراتي سایټونه پلان کړل، چې اوس یې د تطبیق چارې روانې دي چې یو شمېر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او په پاتو مخابراتي ټاورونو په چټکۍ کار روان دی.