د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د ملي عوایدو د لوړولو په تړاو ناسته شوې.
په دغه ناسته کې د مالیې او اقتصاد وزارتونو او د امارتي عمومي شرکت علمي او متخصص کادرونو ونډه اخیستې وه.
په ناستې کې ګډونوالو هر اړخیزې خبرې کړي، چې د کومو ممکنه لارو چارو له مخې کولی شو ملي عواید لا زیات کړو، همداراز د غیر اړین لګښتونو مخنیوی او په لګښتونو کې په سپما هم هر اړخیزې خبرې شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني ویلي؛ اړینه ده چې په لیکلې بڼه د ټولو لګښتونو، عایداتي سرچینو او نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیز معلومات راټول او راپور یې د ریاست الوزرا عالي اداري معینیت ته وسپارل شي.
همدارنګه ټاکل شوې، چې په بله ناسته کې به یې بشپړ راپور چمتو او اړوندې مرجع ته وسپاري.