ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي محمد اسماعیل غزنوي: د غصب شويو ځمکو بېرته راګرځول د هېواد د پرمختګ لپاره یو مهم ګام دی

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال او د غصب د مخنيوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون غړی مولوي محمد اسماعیل غزنوي د یوه هییت په مشري کندهار ولايت ته د سفر په ترڅ کې په یاد ولایت کې د تخنیکي هییت له يو شمېر غړو سره لېدنه کړې او د غصب د مخنيوي په برخه کې يې د دوى د ترسره شويو فعاليتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

په دې ليدنه کې د ياد تخنیکي هییت غړو د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات له ښاغلي غزنوي سره شريک کړي او ویلي یې دي؛ چې د دولتي ځمکو او څړځايونو د غصب د مخنيوي او بيرته راګرځېدو پروسه په کندهار ولايت کې په چټکۍ سره روانه ده او په لنډ وخت کې به د ټول ولايت په کچه عملي شي.

دغه‌راز د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال او د غصب د مخنيوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون غړی او د هییت مشر مولوي محمد اسماعيل غزنوي د کندهار ولایت د تخنیکي هییت د غړو فعاليتونه ستاينه کړې او ویلي یې دي؛ چې د غصب شويو ځمکو د بيرته راګرځېدو پروسه نه يوازې د کندهار، بلکې د ټول هېواد د پرمختګ او د ولسونو د ستونزو د حل لپاره يو مهم ګام دی.

ښاغلي غزنوي همداراز د ياد هییت غړو ته د لا نورو هڅو او فعاليتونو لپاره اړیني لارښوونې کړي او هغوی یې هڅولي، چې د غصب د مخنيوي په برخه کې دې خپل کارونه نور هم پراخ کړي.