ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امربالمعروف وزارت له رییسانو سره د عاليقدر امير‌المؤمنين حفظه‌الله دوه ورځنی ناسته پای ته ورسېده

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند مرکزي او ټولو ولایتي رییسانو د تزکیې، مذاکرې او ذکر په موخه د یوې دوه ورځنۍ ناستې په ترڅ کې د اسلامي امارت له زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله سره لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله ګډونوالو ته د دندو د ښه ترسراوي او په چارو کې د اغیزمنتیا په موخه د ګڼ شمېر لارښوونو ترڅنګ د احتساب پر ارزښت خبرې کړي او هغه یې د نبي کريم ﷺ او خلفای راشدینو سنت وبله.

عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله ولایتي رییسانو ته په خطاب کې وویل؛ امربالمعروف او نهې عن المنکر د اسلامي نظام له مهمو موخو څخه دی چې ترسره کول یې د اسلامي نظام د ټینګښت او پایښت اصلي لامل ګڼل کېږي.

عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله همداراز د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له کړنو څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه؛ محتسبین باید د ولس ستونزې واوري او د ټولو هغه کړنو چې په ټولنه کې د ستونزو رامځته کېدو لامل کېږي (لکه په بازارونو کې په لوړ قېمت پېر او پلور، غش او احتکار) مخنیوی وکړي د مظلومو حقوق ورکړي، مسولین د اولس کارونو ته رسیدنې ته وهڅوی.

د دې ترڅنګ محتسبین دنده لري، ترڅو د ټولنې د ځوان نسل فکري جوړښت او رغښت کې رغنده ګامونه پورته کړي، ترڅو وشو کولی یو سالم ټولنیز چاپیریال رامنځته کړو.

همدارنګه عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله نوموړو ته په خطاب کې وویل؛ د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ترسره کوونکي د خلکو د اصلاح مسولیت لري، نو په کار ده ترڅو په یاده چاره کې له نرمښت او غوره چلند څخه کار واخیستل شي.

ورپسې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي په خپلو خبرو کې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر پر ارزښت خبرې وکړې او ويې ویل، چې محتسب باید د علم، اخلاص، تقوا، عدل او ژمنتیا په ځانکړنو سمبال وي.

شیخ محمد خالد الحنفي همدا راز زیاته کړه، چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې اړینه ونډه لري او د هغوی د ستونزو حل او خپلو حقونو ته د رسېدلو لپاره يواځينۍ ډاډمنه لاره ده.

هېره دې نه وي، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرکزي او ولایتي رییسانو هم د یادې ناستې پر جوړېدا د خوښۍ په څرګندولو سربېره خپل نظرونه، ستونزې او وړاندیزونه له عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله سره شریک کړل، چې د هغه له لوري ورسره د ستونزو د حل او په دې برخه کې د هر راز مرستې ډاډ ورکړل شو.