د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو د غزې په المواسي کمپ هوايي برید کړی، چې لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان پکې شهیدان شوي دي.
المواسي کمپ د اسرائیلي رژیم له لوري تر ټولو خوندي او بشرپاله سیمه اعلان شوې او ډېری فلسطیني کورنیو پناه پکې اخیستې ده.
یاده سیمه د غزې بېځایه شویو لپاره د بشري مرستو زون ګڼل کیږي.
د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل وژنې په جګړه کې لږ تر لږه ۴۵ زره او ۵۵۳ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۸ زره او ۳۷۹ نور ټپیان شوي دي.
د حماس لخوا په اسرائیلو د همدې ورځې د بریدونو پر مهال لږ تر لږه یو زر او ۱۳۹ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر نور یې یرغمل شوي دي.