ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د یوه ترکي شرکت مسولینو د اوبو او انرژۍ په پروژو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

د یوه ترکي شرکت مسولینو د اوبو او انرژي له وزیر سره په لیدنه کې د اوبو او انرژي په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د یوه ترکي شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې او له بېلابېلو سرچینو څخه د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې کړي.

د اوبو او انرژي وزیر د اوبو او انرژي په پروژو کې د یاد شرکت مسولینو د پانګونې لېوالتیا هر کلی کړی او ورڅخه یې غوښتنه کړې، چې د وزارت له تخنیکي مسولینو سره د پروژو د ټاکلو په اړه همغږي وکړي.

د اوبو او انرژي وزارت وايي؛ د اړینو همغږیو د تر سره کولو وروسته به د دواړو لوریو ترمنځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شي او له هوکړه لیک سره سم به د پانګونې لپاره عملي اقدامات پیل شي.