ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د تخار ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه وکړه

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان لمریز کال د جدې میاشتې په ۱۳مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د تخار ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې واورېدې.

د دغه لیدنې پر مهال د تخار علماوو او قومي مخورو خپلې ستونزې د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال سره شریکې او د هغو د حل غوښتنه یې وکړه.

ملا عبدالغني برادر اخوند وویل؛ اسلامي امارت د ولس نظام دی، د ولس خدمت او ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت د مسولینو مسولیت دی او په پوره اخلاص او صداقت سره یې ترسره کوي.

د تخار علماوو او قومي مشرانو په یاد ولایت کې د اسلامي امارت له لوري په بېلابېلو برخو کې د پرمختیايي کارونو ستاینه وکړه او ویې ویل، د دغو کارونو په ترسره کېدو سره تر ډېره حده د هېوادوالو ستونزې حل شوې او د نن ورځې په ناسته کې د مطرح شویو ستونزو په هوارېدو سره به د تخار ولایت ولسونو ته لا ښې اسانتیاوې رامنځته او له خدماتو به برخمن شي.

په پای کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د شریکو شویو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې اړوندو ادارو ته به په دې اړه لازمې لارښوونې وکړي.