ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالكبير: د اسلامي امارت په راتګ سره هېواد کې شریعت پلی او امنیت ټینګ شوی

د رياست الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالكبير په کابل کې د محمديه دارالعلوم د فاضلانو د دستار بندۍ په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دې غونډه کې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزېر، مرستیالانو، علمای کرامو، مسولینو، او ګڼو عامو خلکو ګډون کړی وو.

په پیل کې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزېر شیخ محمد خالد حنفي فارغ شوو علماو ته د مبارکۍ پر مهال وویل، د علم په تر لاسه کولو کې د الله تعالی رضا او د وطن خدمت په نظر کې ولرئ.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر فارغ شوو علماوو ته د فراغت مبارکي وویله او زياته یې كړه، افغانانو په خپل وطن کې په واکمنۍ سره شریعت پلی او امن راوستی دی.

سیاسي مرستیال څرګنده کړه، د اسلامي امارت له بریا وروسته د مدرسې د طالب پر مخ د پوهنتون او د عصري زده کړو د محصلینو پر مخ د مدرسو دروازې پرانیستل شوې دي.

نوموړي وویل، د اسلامي امارت سیاسي او اقتصادي اړیکې د لاپراختیا په حال کې دي او ګڼ هېوادونه له افغان حکومت سره ښې اړیکې لري.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له کوربه هېوادونو وغوښتل چې افغان کډوال په زور ایستلو ته اړ نه کړي او اجازه دې ورکړي چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د پخوانیو نظامونو پر خلاف د اقتصادي ودې لپاره لازم کارونه کړي او هڅې روانې دي چې په کور دننه له خپلو ظرفیتونو څخه د تولید لپاره ګټه واخیستل.