د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د امریکا په سویل کالیفورنیا ایالت کې یوه کوچنۍ الوتکه د یوې سوداګریزې ودانۍ پر چت را غورځېدلې، چې په پایله کې یې دوه تنه مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي.
د سیمهییزو مسولینو په وینا؛ د پېښې د اته تنو برسېرنو ټپیانو درملنه د پېښې په ځای کې شوې او ۱۰ تنه نور یې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
بلخوا یوې جلا پېښه کې د نیویارک ښار په «کوئینز بورو» سیمه کې د ډزو له امله ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.