د الجزیرې نړیوالې خبري شبکې د خبر له مخې، تېرو دوو ورځو (پنجشنبه او جمعه) کې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۵۰ تنه شهیدان شوي دي.
یادې خبرې شبکې زیاته کړې، د پنجشنبې په ورځ ۷۳ او تېره ورځ بیا ۷۷ تنه فلسطیني وګړي شهیدان شوي دي.
بلخوا بیا د بښنې نړیوال سازمان ویلي؛ د کمال عدوان روغتون د مشر ډاکټر حسام ابو صفیه نیول د اسرائیلو د نسل وژنې ارادې څرګندې کړې او په وینا یې، اسرائیل غواړي په غزه کې روغتیايي سکتور له منځه یوسي.
همداراز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر ترک ویلي؛ ملګرو ملتونو په غزه کې د اسرائیلو ۱۳۶ هغه بریدونه ثبت کړي، چې پر روغتیايي مرکزونو یې کړې دي.
نوموړی زیاته کړې، د یادو بریدونو له امله ګڼې ویجاړۍ رامنځته او زیات شمېر فلسطیني وګړي شهیدان شوي دي.
د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل وژنې په جګړه کې لږ تر لږه ۴۵ زره او ۶۵۸ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۸ زره او ۵۸۳ نور ټپیان شوي دي.