د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ د درول شویو سړو خونو د فعالولو کمیټې غونډه شوې.
د درول شویو سړو خونو د بیا فعالولو کمیټې غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ، د کانونو او پټرولیم وزارت، کرهنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د مرستیالانو، د چارو د ادارې لوی ریاست اړوند د پانګونې د اسانتیا ریاست او د امارتي شرکتونو د استازو په ګډون جوړه شوې.
په دې ناسته کې د نیم کاره پاتې شویو سړو خونو په تېره بیا د هغه ۱۴ سړو خونو په اړه چې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې یې کارونه درول شوي دي، خبرې شوې دي.
دغهراز په ناسته کې پرېکړه شوې، چې د شته سرچینو او تخنیکي ظرفیتونو په کارولو سره د یادو سړو خونو د فعالولو لپاره غوره لارې چارې ولټول شي.
همدارنګه تخنیکي ټیم ته دنده وسپارل شوې، چې د دغو سړو خونو تخنیکي او حقوقي چارې تنظیم کړي.