ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره میاشت د خوراکي توکو بیو کې ۱.۳ سلنه زیاتوالی راغلی

‌د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ په میاشتني ډول د لګښتي توکو د بیو ارقام راټول او تحلیلوي، چې له‌مخې یې د روان کال په لیندۍ میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۱.۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یادې ادارې په وینا، دا زیاتوالی ۲۶.۰ سلنه د سبزۍ او ۲.۷ سلنه د بورې او شیرینۍ په بیو کې دی.

له بلې خوا د غیر خوراکي توکو په بیو کې ۲.۰ سلنه زیاتوالی ښکاري چې ۶.۲ سلنه یې د کالیو شاخص، ۵.۰ سلنه د کور سامان شاخص او ۵.۴ سلنه د معالجې او تداوۍ شاخص په بیو کې راغلی دی.

‌د روان کال په لیندۍ میاشت کې د لګښتي توکو د بیو شاخص میاشتنی پړسوب ۱.۷ سلنه زیاتوالی ښيي، چې د پړسوپ دا زیاتوالی تر ډېره د خوراکي توکو (سبزي، بوره او شیریني) او غیرخوراکي توکو (کالیو، کور سامان او معالجه او تداوي) د بیو د زیاتوالي له امله دی.

همدارنګه د ټکي په ټکي پړسوب له مخې د ۱۴۰۳ کال په لیندۍ میاشت کې د تېر کال همدې میاشت په پرتله ۰.۸ سلنه ټيتوالي ښکاري.

بل خوا د روان کال په لیندۍ میاشت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۶۹.۳ افغانۍ او لړم میاشت کې ۶۷.۸ افغانۍ و، چې د لړم میاشتې په پرتله یې په ارزښت کې ۲.۲ سلنه کموالی راغلی دی.

 که د افغانیو ارزښت د تېر کال له ورته دورې سره پرتله شي، نو ښکاري چې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې ۰.۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.