د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین وایي، د دغه ولایت د کبانو تولید فارمونو څخه په کلني ډول ۲۰۰ متریک ټنه کبان تولیدېږي.
د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریس مولوي محمد ولي محسن وایي، اوس مهال دغه ولایت کې د کبانو روزلو په ۱۰۰ فعاله فارمونو کې ۳۰۰ کسانو ته کاري زمېنه برابره شوې ده.
نوموړی زیاتوي؛ اوسنی تولید د ننګرهار د اړتیاوو پوره کولو لپاره بسنه نه کوي، خو د دې برخې د پراختیا لپاره هڅې روانې دي.
مولوي محمد ولي محسن د پانګوالو هڅونې ته اشاره کړې او ویلي يې دي، چې د کبانو د غوښې تولید په برخه کې پر ځان بسیاینې لپاره پانګونه اړینه ده.
همدارنګه ښاغلی محسن وایي، چې په راتلونکي کې د کبانو د بچیو تولید لپاره د هچریانو جوړولو پلان لري، ترڅو د دې برخې اړتیاوې په کور دننه پوره شي.
ننګرهار د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یو مهم ولایت دی، چې د کبانو د تولید ترڅنګ په نورو برخو کې هم د ودې لپاره ګڼې پروژې پلي کوي.
د کبانو غوښه د خوړو اړینه برخه ګڼل کېږي، چې په همدې موخه د دې اړتیا پوره کولو هڅې روانې دي.