ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد په نهه ولایتونو کې د کډوالو ښارګوټو لپاره په زرګونو جریبه ځمکه ځانګړې شوه

د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ بې وزله کډوالو ته د نمرو د وېش کمېټې، د خپلو ولایتي کمېټو په تازه هڅو په نهه ولایتونو کې ۲۸ زره او ۱۶ جریبه ځمکه ځانګرې کړه.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل په ارغندۍ سیمه کې یو زر او ۱۳۸، غزني کې  پینځه زره او ۸۸۰، روزګان کې دوه زره، فراه کې پینځه زره او ۵۰۰، کندهار په دامان ولسوالۍ کې شپږ زره، شبرغان کې پینځه زره او درې، سمنګان کې یو زر او ۷۰۰، پنجشېر کې ۱۸۷، او په بامیان ولایت کې بیا ۷۰۸ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

په یادو ولایتونو کې د غزني، روزګان، کندهار، شبرغان، سمنګان، پنجشېر او بامیان ولایتونو کې د ځانګړو شوو ځمکو د توپوګرافي سروې هم بشپړه شوې، خو په پاتې نورو کې به ډېر ژر پیل او بشپړه شي.

د یادې کمېټې منشي انجنیر محمد فهیم ذکریا وایي، په هر ولایت کې اړونده ولایتي کمېټه هڅه کوي، تر څو د استوګنیزو ښارګوټو لپاره ځمکې ځانګړې کړي.

نوموړی زیاتوي، په ټولو ولایتونو کې د ځمکو د لېږد لپاره د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله مقام ته وړاندیز هم شوی دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت مسلکي او متخصص ټیمونه په ټولو ولایتونو کې د مشرتابه د حکم سره سم په اړوندو چارو اخته دي.