د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د هېواد له ۲۹ ولايتونو د ۳۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ملي لوبډلې ۱۱م پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ به د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو او په ساندا او فورم سبک کې ترسره شي، چې په پايله کې به ۱۲۰ تنه ورزشکاران د هېواد ووشو ملي لوبډلې ته وټاکل شي.
د دغو سياليو په پرانيستغونډه کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ياد رياست ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رییس مولوي عتيق الله خالد، د ورزش ادارې د دعوت او ارشاد رییس مولوي داد محمد بريال عطايي، د نشراتو رییس اتل مشواڼي، د ووشو ملي فدراسيون رهبري، ورزشکارانو او زيات شمېر مينوالو ګډون کړی وو.
د دغو سياليو په پرانيستغونډه کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ له ولايتونو څخه راغلو ورزشکارانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ووشو ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل ښه اقدام ياد کړ او ویې ویل؛ د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رهبري د ورزش په ټولو برخو کې د ورزش د ودې لپاره هڅه کوي او د ورزش په ټولو برخو کې له دوی سره همکاري کوي.
همدارنګه ښاغلي ځدراڼ ګډون کوونکو ورزشکارانو ته د صبر، زغم او د بريا غوښتنه وکړه.
د يادولو وړ ده، چې د پرانيستغونډې په دغو مراسمو کې د ورزشکارانو له لوري په تالو، دايشو او شاولين برخو کې نندارې هم ترسره شوې.
د يادو سياليو موخه د هېواد ووشو ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.