د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست له لورې د مرکز په شمول په ټولو ولسوالیو کې د نږدې ۴۴۰ میلیونو افغانیو په ارزښت ۳۵ مخابراتي انټنونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پکتيکا د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي رییس ملا محمد انور قیام عادل وايي؛ په روان کال کې مو د ټي ډي اېف لسمه پروژه کې د سلام (۲۵) سایټونه (۲۴) ولسوالیو ته منظور کړي و، چې د (۲۵) سایټونو سروې بشپړه او د اکثرو سایټونو ساختماني چارې هم بشپړې شوې دي.
نوموړی زیاتوي، چې روان کال مونږ په ټول ولایت کې ۳۵ سایټونو نصب کړي، چې ځېني یي ګټي اخېستنې ته سپارل شوي او پاتي نور به د کارونو د بشپړولو وروسته ګټي اخېستنې ته وسپارل شي.
د ښاغلي عادل په خبره، د منبع واحد له لارې هم یو سایټ تر کار لاندې دی، د سلام مخابراتي شرکت په دې کال کې درې سایټونه په ارګون او سرروضه ولسوالیو کې تعدیل کړي دي ، ترڅو په اُرګون، سروبي او برمل ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شرکت غیرفعال سايټونه لینک او د تري جي خدمتونو د وړاندې کولو لپارچمتو شوي دي.
ملا محمد انور قیام عادل وایي؛ د ارګون، سروبي، چهاربران، ګومل، نعمت آباد، وازیخواه، اوړممۍ او تروې ولسوالیو لپاره د تر کار لاندې سایټونو د لینک (تړلو) لپاره څلور ريپيټر سایټونه د سرروضې ولسوالۍ شاطورو، سروبي ولسوالۍ سپیدار نري، ګوملې ولسوالۍ تابوت او وازیخواه ولسوالۍ سرواندې غرو پر سرونو جوړ کړې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په روان کال کې مو د ریاست په داخل کې د نږدې درې میلیونو افغانیو په ارزښت یو مجهز کمپیوټر لیب، د ودانۍ ترمیم او د ریاست لپاره د اړتیا وړ توکو خریدارې کړي دي.
د پکتیکا د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رییس وایي؛ دا چې پکتیکا یو پراخ سرحدي ولایت دی په تېر کې د مخابراتو برخي ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې اوس به یي د یادو سایټونو په بشپړېدلو سره ۹۰ فیصده ستونزي حل شي.
نوموړی زیاتوي، په را روان ۱۴۰۴ کال کې به د مخابراتو په برخه کې د پلان سره سم په ټول ولایت کې د مخابراتو په برخه کې ستونزې حل او د پکتیکا په کونج او ګوښه کې به مخابراتي سیستم فعال وي .