ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: ملګري ملتونه دې په خپلو راپورونو کې د افغانستان رښتینی انځور وړاندې کړي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموريت (يوناما) مشرې روزا اتونبايوا او سياسي مسولينو د بهرنيو چارو له وزير مولوي اميرخان متقي سره لیدنه کړې.

دې لیدنه کې اسلامي امارت، ملګرو ملتونو سازمان او غړو هېوادونو ترمنځ د مثبت تعامل پر دوام ټینګار شوی.

همداراز په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د راتلونکو نړيوالو ناستو، د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له خوا د جوړيدونکو راپورونو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوي.

د یوناما مشرې د مخدره موادو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ګټوره او هڅوونکې بللې او ویلي یي دي، چې پر مخدره موادو د بنديز ګټورتوب د بې پرې څېړنيزو بنسټونو د راپورونو او سټلايټ انځورونو له خوا هم تايد شوی او دوی هڅه کوي چې له کروندګرو سره د مخدره موادو د بديل معيشت په برخه کې مرستې را جلب کړي.

د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي د بېلابېلو هېوادونو له مرستو څخه په مننې ویلي، چې اسلامي امارت د مرستو د روڼتیا او خپلواک وېش له پاره مناسب چاپيريال برابر کړی او نه يوازې دا چې له دغو مرستو څخه د مالياتو په بڼه هېڅ ګټه نه تر لاسه کوي، بلکې تر ۶۰۰ زرو زياتو کونډو، يتيمانو، بې وسه او معلوليت لرونکو وګړو سره له حکومتي بودجې څخه مرسته کوي.

 د بهرنيو چارو وزير د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له خوا د بېلابېلو راپورونو په اړه سپارښتنه کړې؛ چې راپورونه د لهجې او واقعيتونو له پلوه په داسې توګه چمتو کړي، چې هم ترې د سمون په موخه ګټه واخیستل شي او هم نړيوالو ته د افغانستان رښتینی انځور وړاندې کړي.

دواړو لورو په خپلمينځي تعامل کې د لا ښې همغږۍ په پار د دغسې لیدنو پر دوام ټینګار کړی.