ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د میلان کنکورس (9M135) راکټ له مسلکي زده‌کړو ۱۳ تنه فارغ شول

ملي دفاع وزارت وايي؛ د دې وزارت ستردرستیز په توپچي ریاست کې د میلان کنکورس (9M135) په نوم نوی رهبري شوی راکټ فعاله او ۱۳ تنه ځوانان یې له یو میاشتني مسلکي او عملي زده کړو څخه فارغ شول.

دغه فراغت غونډه کې د توپچي ریاست رییس مولوي محمد یعقوب منصور اکه، د جلب او جذب قوماندانۍ قوماندان، د یادې دستګاه استاد ملا صدیق الله مستري او ګڼ شمېر نورو مسولینو او منسوبينو ګډون درلود.

د یادونې وړ ده، چې دغه رهبري شوی راکټ د لومړي ځل لپاره په هېواد کې فعاله شوو چې زرهدار ټانګونه، جنګي کیشتۍ او ټیټ پرواز کوونکي هلیکوپتر په نښه کولی شي.

همداراز په دې فراغت غونډه کې فارغ شویو منسوبينو خپل تمثیل او نمایش هم په عالي مرال سره ترسره کړي دي.