ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهر ته د افغان کاریګرو د قانوني لېږد په اړه غونډه شوې

د کار او ټولنیزو چارو د وزیر ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ بهر ته د افغان کاریګرو د لېږد او همدارنګه هلته شته کاریګرو افغانانو ته د نورو لازمو کاري اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د همغږۍ غونډه شوې.

په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د احصایې او معلوماتي ملي ادارې رییس عبدالقاهر ادریس، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري او د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي حمدالله زاهد ګډون درلود.

غونډه کې بهر هېوادونو کې افغان کاریګرو ته د کاري زمینې برابرولو او هلته موجودو افغان کاریګرو ستونزو ته د رسېدلو په تړاو خبرې شوې دي.

همداراز په دې غونډه کې پرېکړه شوې؛ چې بهر ته په قانوني ډول د افغان کاریګرو د لیږد بهیر د ګړندي کولو، هلته د میشتو افغان کاریګرو د اسنادو د تحلیل او غوره تنظیم او کاروبار کې د نورو لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو او هغوی له خپلو حقوقو څخه د خبرولو لپاره پینځه اړخیزه هوکړه‌لیک ترتیب شي؛ ترڅو د هغې اړوند هر اداره په دې تړاو خپل مکلفیتونه په ښه توګه ادا کړي.

د یادولو ده، چې یاده پینځه اړخیزه ناسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس تنظیم شوې ده، ترڅو بهر ته د افغان ماهرو کاریګرو د قانوني لېږد لپاره؛ د حرفو تثبیت، روغتیا، پېژندپاڼو او نورو اسنادو په ترتیب کې هره اداره د خپل مسولیت اړوند فعالیت ترسره کړي.