د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور په خپل کاري دفتر کې د سرپل له والي مولوي محمد ظریف مظفر سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د سرپل والي د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو په برخه کې د یاد ولایت د خلکو ستونزې او اړتیاوې د اوبو او انرژي له وزیر سره شریکې کړي او په دغه ولایت کې د سلطان ابراهیم بند پروژې د پلي کولو غوښتنه کړې.
دغهراز ملا عبداللطیف منصور د سرپل والي ته ډاډ ورکړی، چې د هېواد په محرومو او لرې پرتو ولایتونو کې د پراختیایي پروژو پلي کول، چې سرپل ولایت هم په دغه کټګورۍ کې شامل دی، د دغه وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.
نوموړي ویلي؛ په همدې موخه یاد وزارت هڅه کوي، ترڅو ډېر ژر په یاد ولایت کې د سلطان ابراهیم بند د پلي کولو لپاره زمینه برابره او چارې یې پیل شي.