د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د هېواد د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته رسېدنه په موخه له پلاوي او نیمروز کې د کډوالو کمېټې له غړو سره په یاد ولایت کې ليدنه کړې.
په دې ليدنه ياد پلاوي نيمروز ولايت ته د خپل سفر په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي يې دي، چې د ټولو کډوالو ستونزو اورېدو وروسته به ورته د ولایتي ادارې سره په همغږۍ رسېدنه وکړي.
همدارنګه د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد په یاد ولايت کې يې د راستانه شويو کډوالو د اوسني وضعيت په اړه ياد پلاوي ته معلومات ورکړي او شته ستونزې يې له دوی سره شرېکې کړي دي.
شیخ محمد قاسم خالد ویلي، چې یو زر او ۵۰۰ جريبه ځمکه يې کډوالو ته د يوه ښارګوټي جوړولو لپاره ځانګړې کړې او ډېر ژر به يې د جوړېدو چارې پیل شي.
د نیمروز والي همدارنګه له ياد پلاوي څخه غوښتي، چې غورغوري سیمه کې هم د کډوالو لپاره په لس زره جریبه ځمکې باندې د ښارګوټي په جوړولو کار وکړي.
دغهراز د هېواد د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د کډوالو د شته ستونزو ته د رسېدو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې ډیر ژر به د نیمروز د کډوالو لپاره د ځمکو وېش پیل شي.