د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر ملانور الله نوري تخار ولایت ته د سفر پر مهال د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالي کې له ای خانم بندر څخه لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د یاد ولایت د استخباراتو رییس، امنیه قمندان، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رییس او نورو مسولینو ګډون درلود.
ملانور الله نوري د یادې لیدنې پر مهال د یاد بندر له کارمندانو سره لیدنه کړې او د بندر په اړه یې وضعیت له نږدې څارلی.
نوموړي له تاجکستان هېواد سره د اسلامي امارت د اړیکو او سوداګریزو چارو په اړه د دواړو هېوادونو اړیکې ښې یادې کړي او ویلي يي دي، اسلامي امارت هڅه کوي چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او په هره برخه کې پرمختګ وکړي.