نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د انساني قاچاق مخنیوي لپاره د ټاکل شوې کمېټې له غړو سره په یاد ولایت کې ليدنه کړې.
ښاغلي خالد په دې غونډه کې د دوی کاري راپورنه ارزولي، د انساني قاچاق مخنيوي په برخه کې يې د کمېټې کړنلارې مثبتې بللي او په اړوندو برخو کې يې لازمې لارښوونې کړې دي.
نیمروز والي په خپلو خبرو کې ویلي، انساني قاچاق مختلف عوامل لري او بايد د له منځه وړلو په لارو چارو يې لا ډېر کار وشي.
ښاغلي خالد همداراز اړوندو مسولينو ته سپارښتنه کړې، ترڅو د عامه پوهاوي لپاره ولسونو په ځانګړي ډول ځوانان ته پوهاوی ورکړل شي، چې ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق زیات ځاني او مالي زیانونه لري او بايد ترې ډډه وکړي.
نیمروز والي دغه راز په لرې پرتو سیمو کې د جامع جوماتونو امامانو ته دنده سپارلې، چې د انساني قاچاق مخنيوي لپاره ولسونو ته عامه پوهاوی وکړي.
شیخ محمد قاسم خالد د دې ليدنې په پای کې ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت هڅه کوي ترڅو ځوانانو ته د کار زمینې په برابرولو سره ځوانان نورو هېوادنو ته په قاچاقي لارو له سفر کولو څخه راوګرځوي.