د سالنګ لویه لار: په سالنګونو کې هوا لمر ده، دا مهال یاده لویه لار د واورې د زیاد ضخامت او د هېوادوالو د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه د ترافیکو پرمخ تړلې ده، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل د واورو په پاکولو بوخت دي؛ تر څو یاده لویه لار ژر تر ژره د ترافیکو پر مخ پرانیزي.
سرپل: په سرپل ولایت کې د قم کوتل او د البدر ولسوالۍ مسیرونه د ترافیکو پرمخ تړلي دي، چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له لوري یې د واورې پالکولو چارې جریان لري.
همدارنګه په بدخشان، تخار او فاریاب ولایتونو کې هم په تیرو دریو ورځو کې درنه واوره ورېدلې ده، چې دا مهال یې د اړوندو ولایتي ریاستونو او قراردادي شرکتونو له لورې له سړکونو او زیان منونکو سیمو څخه د واورې پاکولو کار په چټکۍ سره جریان لري.
د یادونې وړ ده، چې تیره ورځ په دایکندي، غزني او بامیان ولایتونو کې هم ځينې نښلوونکي مسیرونه د تیزې واورې د اوښتونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي و، چې د اړوند ولایتي ریاستونو په دوامداره هلوځلو د ترفیکو پرمخ پرانیستل شول.
ټولګټو وزارت له ټولو درنو هېوادوالو او موټر چلوونکو څخه په ډير درنښت هيله کوي، چې د یادو لویو او سړکونو څخه د سفر پرمهال دې د وسایطو لپاره ځنځیر (چين)، ژمنۍ گرمې جامې او د اړتیا وړ خوراکي توکي له ځان سره ولري، ترافيکي قوانین دې مراعت کړي، د د موظفینو لارښوونو ته دې پاملرنه وکړي او له بي ځايه سبقت څخه دي په کلکه ډډه وکړي.