د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوې.
دې غونډه کې، د عدليې او کار او ټولنيزو چارو وزارتونو، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست او په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو په اړه هر اړخيز بحث شوی.
یاده غونډه کې، د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو او د مورا تعليمي او تحصيلي مرکز او داوودزي سوداګريز مرکز غوښتنې ارزول شوي دي.
همداراز په غونډه کې، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت او د افغانستان طبي شورا د غوښتنو لا زياتو ارزونو په موخه جلا کمېټو ته دنده سپارل شوې.