د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال مولوي عزیزالرحمن منصور په مشرۍ یو پلاوی د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې په رسمي بلنه دغه هېواد ته په سفر ولاړ.
یاد پلاوی به د ترکیې هېواد د لوړ پوړو چارواکو، مسولینو او یو شمېر جېدو علمای کرامو سره په بېلا بېلو لیدنو کې د دیني او علمي موضوعاتو ترڅنګ د دوه اړخېزو اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړي .
همدارنګه ټاکل شوې، چې د دواړو هېوادونو (افغانستان او ترکیې) د مسولینو او علماوو ترمنځ به په ارشادی، حج او اوقافي برخو کې یو له بل سره همکاري او خپلې تجربې شریکې کړي.