ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کارګرو او دوکاندارنو، د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو، صنايعو او کانونو خونو له يو شمېر غړو سره لیدنه کړې.

د ليدنې په پيل کې یادو د کارګرو او دوکاندارنو، د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو او کانونو او صنايعو خونو مسولينو څخه د ملاتړ په موخه د اصنافو د ماليې کمولو ته د اسلامي امارت له پاملرنې مننه کړې.

دوی په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې، توليد، کار او روزګار غوړېدو او د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو د زياتېدو خبر ورکړی او په هېواد کې د اقتصادي او سوداګرۍ شرايطو ښه کېدو او له کورنيو توليداتو د اسلامي امارت په ملاتړ خوښي ښودلې.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، اسلامي امارت په ټول توان د سوداګرۍ زمینو د اسانتياوو او برابرولو او د کارونو ښه کېدو لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.

دغه‌راز مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد له ټولو سوداګرو او پانګوالو څخه غوښتنه کړې، چې په کور دننه د پانګونې له لارې د افغانستان په پرمختګ کې برخه واخلي.