ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د چين سفیر جاو شېنګ او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د چين سفير جاو شېنګ په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د نيکو اړیکو يادونه کړې او ویلي يې دي، د چين او افغانستان ترمنځ د ښو اړيکو ۷۰ کاله پوره کيږي او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ژورتيا ښيي.

نوموړي همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې غوړېدو ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده؛ د چين سفارت په وروستي يو کال کې د افغانستان سوداګرو او اتباعو ته ډېرې زياتې ويزې صادرې کړې دي، چې دا پخپله د دوه اړخيزه اړيکو پراختيا او پیاوړتیا ښيي.

د چين سفير د ګاونډيو هېوادونو لخوا ایستل شويو افغان کډوالو ته د کورونو جوړولو، د کرنې په برخه کې په ځينو ولايتونو کې د سړو خونو جوړولو، روغتيا، سروې او د افغانستان د کانونو ایستلو لپاره د خپل هېواد تياری ښودلې او ویلي یې دي، له افغانستان سره د چين همکاري به دوام ولري.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د چين سفير او مل پلاوي سره په لیدنې خوښي ښودلې او د کډوالو سره د همکاریو او په نړيوالو غونډو کې د افغانستان دريځ د ملاتړ له امله يې له ياد هېواد څخه مننه کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چين د يو ښه ګاونډي په توګه له ډېر پخوا راهيسې له افغانستان سره سوداګريزې، اقتصادي او سياسي اړيکي لري او په دې موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ يوه کوچنۍ ستونزه هم نه ده رامنځته شوې، بلکې د پياوړتيا او پراختيا لپاره يې هڅه شوې او هيله لرو چې په نږدې راتلونکې کې هم د دواړو هېوادونو اړيکي لا زياتې پراخې او پیاوړې شي.

نوموړي د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د چين د پانګونې هرکلی کړی او همداراز د چين دولت څخه يې غوښتي، چې د برېښنا د توليد او په عصري ماشينري د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو د تجهيز په برخو کې هم همکاري وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د خپلو خبرو پای کې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډيو سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی او له هغوی څخه هم غواړي، چې له افغانستان سره نيکې اړيکي ولري.