د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، دایکندي ولایت کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون له لوري د کډوالو او راستنو شویو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه.
د ځمکو دغه پروګرام د وېش لړۍ د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د افغانستان بانک ادارو مسولینو، اوسپنې پټلې، بدني روزنې، د دایکندي ولایت ځينو ادارو رییسانو، یو شمېر کډوالو او راستنو شویو په شتون کې تر سره شوه.
په دې اړه جوړې شوې غونډه کې قاري فصیح الدین فطرت ویلي؛ خوښ یم چې دایکندي ته راغلی یم، د کډوالو ستونزې له نږدې ګورم او د دوی لپاره د ځمکو ویش لړۍ پیلوم.
نوموړي زیاته کړې؛ له ۱۴ لسیزو جګړو وروسته اسلامي امارت واک ته ورسېده، جګړه یې ختمه کړه او ټول هېوادوال په ارام ژوند تېروي.
همداراز قاري فصیح الدین فطرت زیاته کړې، چې اسلامي امارت د یو مسول نظام په توګه خپل ټول توان په کار اچولی څو کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د هغوی لپاره د دایمي مېشتېدنې ځایونه برابر کړي.
د نوموړي په خبره، طرزالعمل له بشپړېدو وروسته د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري توشیح شوی او هغه کډوال چې د سرپناه ستونزې لري دغه ستونزې به یې حل شي.
د دایکندي والي مولوي نجیب الله رفیع هم کډوالو ته ډاډ ورکړی، چې د مشرانو له لارښوونې سره سم به ځمکې په عادلانه توګه مستحقو کسانو ته ووېشل شي.
نوموړي ویلي، د ویاړ ځای دی چې په دې کم وخت اسلامي امارت ټولو مسایلو ته پاملرنه کړې او د کډوالو ستونزې یې په اساسي توګه درک کړې دي.
دغهراز د دایکندي والي له موسسو غوښتي، چې دغه پروژې په بنسټیزه توګه جوړې کړې.
ځايي اوسېدونکو ویلي؛ د دایکندي خلک له فقر، بې وسۍ او محرومیت له امله ډېر ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
دوی زیاته کړې، دا چې اسلامي امارت دغه ولایت ته پاملرنه کړې او د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون پلاوی یاد ولایت ته راغلي، مننه کوي.