د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ترکيې ته د خپل سفر په ترڅ کې د ترکیې د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ (DEIK) له رییس نایل اولپک او یو شمېر لویو ترکي سوداګرو سره لیدنه کړې.
لیدنه د استانبول ښار د ترکیې بهرنۍ سوداګرۍ دفتر په مرکزي ودانۍ کې ترسره شوې، چې ډېرو افغان او ترکي پانګوالو پکې ګډون کړی و.
په دې لیدنه کې، پر اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو سربېره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو په اړه هر اړخیز بحث شوی.
په یاده لیدنه کې د هغو لویو ترکي او نړیوالو کمپنیو ریيسانو او استازو ګډون کړى و، چې د سیمې او نړۍ په کچه د زېربناوو جوړولو، د کانونو استخراج او پروسس، د کرنې میکانیزه کولو، د برېښنا تولید، اوسپنې پټلۍ شبکو جوړولو، د درملو او خوراکي توکو د تولید، سوداګرۍ، مخابراتو او د سیاحت په برخه کې کاري او د پانګونې اوږده مخینه لري.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د یادې لیدنې پر مهال افغان او ترکي پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په ټینګېدو سره د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د کانونو، کرنې، برېښنا تولید، زېربناوو، صنعت، مخابراتو، سوداګرۍ او نورو بېلا بېلو برخو کې پانګونې ته اسانتیاوې برابرې کړې او د پانګوالو بشپړ ملاتړ کوي.
همدارنګه ملا عبدالغني برادر د یادې لیدنې پر مهال، د غونډې له ګډونوالو سره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو او د اسلامي امارت له لوري د پانګونې په برخه کې د راغلو اسانتیاوو په اړه معلومات شریک کړي.
په یاده غونډه کې د ګډونکوونکو کمپنیو استازو؛ چې ډېری یې په افغانستان کې د پانګونې مخینه او تجربه لري، په افغانستان کې پانګونې ته بشپړه لېوالتیا ښودلې او څرګنده کړې یې ده، چې له شته فرصتونو به د دواړو هېوادونو په ګټه استفاده کوي.