ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هند د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه غندلي

د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه غندلي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: “موږ د رسنیو د راپورونو له مخې خبر ترلاسه کړی، چې د افغانستان پر خاوره شویو هوایي بریدونو کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ژوند بایللی.”

یاد وزارت زیاته کړې: “موږ پر بې‌ګناه ملکي وګړو هر ډل برید په کلکه غندو او دا د پاکستان پخوانۍ تګلاره ده، چې د خپلو کورنیو ناکامیو پړه پر ګاونډیو اچوي.”

شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې پاکستاني پوځ د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هوايي بریدونه وکړل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶ کسان پکې شهیدان او شپږ نور ټپیان شول.

ملي دفاع وزارت پکتیکا ولایت کې د پاکستاني پوځ له لوري وحشیانه بمبار ته په غبرګون کې وویل، چې اسلامي امارت به د افغانستان پر خاوره د پاکستان برید بې‌ځوابه پرې‌نږدي.

سمدلاسه د هېواد د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په سیمه کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان پوځي الوتکو د بمبارد له امله یې ورته د خپل شدید احتجاج‌لیک وسپاره.

څو ورځې وروسته ملي دفاع وزارت اعلان وکړ: “د هېواد د جنوب ختيځ له استقامته د فرضي کرښې هاخوا په څو برخو کې د شریرو عناصرو او د دوی د ملاتړ کوونکو پټن‌ځايونه او مرکزونه تر بریدونو لاندې ونيول شول.”

د یاد وزارت په وینا؛ دغو شریرو عناصرو به پر افغانستان بریدونه تنظیمول.