ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا خیرالله خیرخواه: دا زموږ مسولیت دی چې خپل اصیل کلتور نړۍ ته وروپیژنو

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د روسیې فدارتیف پلاوي سره، چې مشري یې د چچن جمهوریت د علومو اکاډمۍ رییس جمبولات عمروف او د روسیې فدراتیف د ملیتونو شورا مرستيال کوله په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په پیل کې جمبولات عمروف د نړۍ مسلمانان د یوې کورنۍ په څېر یاد کړي دي او ویلي يي دي، دا پلاوی ستاسو د کورنۍ د یوه غړي په توګه د روسیې فدراتیف استازیتوب کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او کلتوري اړیکو د ټینګښت لپاره افغانستان ته راغلی دی.

همدارنګه نوموړي په نړۍ کې د اصیل اسلامي کلتور په معرفي کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، دا کار کولی شي هغه بې‌اساسه تبلیغات رد کړي چې د اسلام په اړه شتون لري او د اسلام حقیقي انځور نړۍ ته وړاندې کړي.

د چچن جمهوریت د علومو اکاډمۍ رییس همدارنګه ډاډ ورکړی، چې روسیه او د چچن جمهوریت چمتو دي چې په مختلفو برخو کې د افغانستان د خلکو  سره د تجربو د زده‌کړې او شریکولو په برخه کې همکاري وکړي.

ورپسې ملا خیرالله خیرخواه پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د عمروف خبرې تایید کړې او اسلام یې د ورورولۍ او دوستۍ دین بللی.

نوموړي ویلي؛ اسلام د نړۍ د مسلمانانو د وصل، قوت او اتحاد ټکی دی.

 ښاغلي خیرخواه زیاته کړې؛ افغانستان له ۴۵ کلونو وروسته د ټول هېواد په کچه امنیت لري او په مختلفو برخو کې ډېر پرمختګونه او لاسته ‌راوړنې لري، خو د یو باثباته او پرمختللي افغانستان د جوړولو لپاره لا ډېر وخت ته اړتیا ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزير ویلي؛ اوس د افغانستان او روسیې فدراتیف ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره ښه زمینه برابره شوې او د وخت په تېرېدو سره دغه اړیکې لا پراخېدی شي او زموږ مسولیت دی چې خپل اصیل کلتور ملتونو ته معرفي کړو، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتور د ودې زمینه برابره شي.

په پای کې ښاغلي خیرخواه افغانستان ته د دې پلاوي راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په لاره کې یو مثبت ګام او نېک پیل وباله او د ورته ګامونو پر دوام یې ټینګار کړی.