د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو پرون (دوشنبه، د مرغومي ۱۷مه) له نږدې یوې لسیزې واک وروسته په رسمي ډول خپله استعفا اعلان کړه.
نوموړي په پلازمېنه اوټاوا کې د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي: “زه اراده لرم چې د واکمن لېبرال ګوند د نوي مشر تر ټاکل کېدو وروسته د ګوند له مشرۍ او د لومړي وزیر له دندې استعفا وکړم.”
ښاغلی ټروډو به د لېبرال ګوند د نوي مشر تر ټاکل کېدو پورې د لومړي وزارت پر څوکۍ پاتې شي.
د کاناډا لومړي وزیر وروسته له هغه دا پرېکړه کړې، چې په وروستیو میاشتو کې د لېبرال ګوند ځینې غړو او یو شمېر کاناډایانو د نوموړي د استعفا غوښتنه کوله.
ویل کېږي، چې جسټن ټروډو کاناډا کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی او داسې ښکاري، چې ګوند به یې د سږ کال په عمومي ټاکنو کې هم له ماتې سره مخ شي.
ټروډو له ۲۰۱۳ کال راهیسې د کاناډا د لېبرال ګوند مشر او له ۲۰۱۵ راهيسې لومړی وزير دی.