ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یوه ایراني شرکت افغانستان کې د برېښنا په تولید پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د یوه ایراني شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د بېلا بېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې او نظرونه شریک شوي.

د یاد شرکت مسولینو ویلي؛ لېواله دي چې د اوبو، ډبرو سکرو، ګاز او لمر له سرچینو څخه د انرژي د تولید پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.

دغه‌راز د اوبو او انرژي وزیر د اړینو همکاریو ډاډ ورکړی او ورڅخه یې غوښتنه کړې، چې د وزارت له تخنیکي ټیم سره د پروژو د ټاکلو او د پانګونې د څرنګوالي په اړه همغږي وکړي.

ملا عبداللطیف منصور ویلي؛ چې د دواړو لوریو د تخنیکي مسولینو ترمنځ تر همغږیو وروسته، د هوکړه‌لیک د لاسلیکولو او د عملي ګامونو د پلي کولو په برخه کې به وروستي اړین اقدامات ترسره شي.