د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په شمال لوېدیځه برخه کې د یوه وسلهوال برید له امله ۳ اسرائیلیان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
اسرائیلي رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې پرون دوشنبه لږ تر لږه دوو کسانو پر موټرو او بس ډزې وکړې.
د راپورونو پر بنسټ، برید کوونکي د پیښې له ځای څخه تښتېدلي دي.
د ۲۰۲۳ د اکتوبر پر ۷مه غزه کې د جګړې له پیل راهیسې اسرائیلي یرغلګرو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو ځورول او زور زیاتي ډېر کړي او سلګونه یې شهیدان کړي دي.
په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې تېر کال د ځایي مېشتو له لوري په بریدونو کې زیاتوالی راغلی او په وروستیو میاشتو کې د اسرائیلو پر ضد هم بریدونه شوي دي.